کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره، لوړې ودانۍ او فابریکې د پاکولو سیسټمونو سره سمبال شوي

19 قوس 1402 ساعت 15:15

په دغه ښار کې د هوا د ککړتیا د زیاتوالي په اړه د یو شمېر کابل ښاریانو له شکایتونو وروسته، د چاپېریال ساتنې او څارنې ادارې مسوولین وايي، د ټولو لوړو ودانیو، تشنابونو او تولیدي شرکتونو د تودوخې سیسټم یې د لوګي پاکولو په وسایلو سمبال کړی دی.


آوا - کابل: د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د هوا د ککړتیا له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې کابل ښار نور دغه هوا نه شي زغملی. دوی د چاپېریال ساتنې له ریاست څخه غوښتنه کوي چې په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی رحمت امیني آوا ته وویل: "له څو ورځو راهیسې چې سهار او یا هم شپه له کوره ووځو، د سړک په لیدو کې ستونزه لرم. په دې وخت کې هوا ډېره ککړه او د زغم وړ نه ده."

د کابل د لوېديځ يوه اوسېدونکي عزيزالله وايي، چې د کابل هوا د پخوا په پرتله ډېره ککړه شوې ده. هغه زياته کړه، چې د خلکو له خوا د کورونو د تودوخې لپاره د ډبرو سکرو او لرګيو کارول په پلازمېنه کې د هوا د ککړتيا د ډېرېدو اصلي لامل دى.

هغه دا هم وايي؛ د ځینو خلکو لپاره چې د مایع ګاز او بریښنا کارولو امکان لري، دوی باید د خپلو کورونو د تودوخې لپاره د سکرو او لرګیو کارولو پرځای مایع ګاز او بریښنا وکاروي.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې او څارنې ادارې رئیس بصیر امین د وږي په ۱۹مه د آوا خبریال ته وویل چې د دوی پلټونکي ټیمونه له کابل ښاروالۍ او کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د هوا د ککړتیا د زیاتوالي په اړه څېړنې کوي. 

ښاغلي امین څرګنده کړه چې د هستوګنې او لوړ پوړو ودانیو مسوولین مکلف دي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په خاطر خپل د تودوخې سیسټمونه د فلټر په وسایلو سمبال کړي.

امين وويل، چې د کابل ښار د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه يې په ګڼ مېشتو سيمو، لوړو ودانيو او استوګنځايونو کې له ٢٠٠٠ څخه زياتې پاڼې وېشلي دي.

د يادونې وړ ده، چې هر کال د سړې موسم په رانږدې کېدو او د خلکو له خوا د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو او لرګيو د زياتې کارونې له امله د کابل ښار د هوا ککړتيا زياتېږي.


د مطلب کود: 281933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281933/د-هوا-ککړتیا-مخنیوي-لپاره-لوړې-ودانۍ-او-فابریکې-پاکولو-سیسټمونو-سره-سمبال-شوي

آوا
  https://www.avapress.com