کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سراج الدین حقاني: اسلامي امارت به افغانستان آبادوي

19 قوس 1402 ساعت 15:17

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په پکتیا ولایت کې د یوه جومات د پرانستې په مراسمو کې وویل، په داسې حال کې چې بهرنیان دوی د هېواد ورانوونکي بولي؛ خو اسلامي امارت د پرمختيايي پروژو په پيلولو سره وښودله چې د هېواد «جوړونکي» دي.


آوا: د پکتیا یو تن قومي مشر مولوي رحمت الله وویل چې د اسلامي امارت له بریا او د هیواد له خلاصون وروسته د اسلامي امارت ټول غړي د هیواد د پرمختګ او تر منځ د یووالي د رامنځته کولو هوډ لري.

بل خوا د پکتيا مرستيال والي انعام الله وويل، چې موږ د خپل هېواد او هېوادوالو اړتيا احساسوو، دا زموږ دنده ده، چې د هېواد د خلکو ستونزې هوارې کړو.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په داسې حال کې چې یرغلګرو موږ د جګړې پر مهال بهرنیان، د هېواد ورانوونکي بلل، خو اسلامي امارت په هېواد کې رغنیزې پروژې پلې کړې. هېواد وښوده چې امارت د هېواد ورانونکی نه، بلکې جوړونکی دی.»

ښاغلي حقاني زیاته کړه: په ټول هېواد کې د ودانیزو پروژو چارې روانې دي او دا پروژې د جهاد په برکت او د ولس په ملاتړ، د هېوادوالو او نورو نېکو مسلمانانو په همکارۍ پیل شوې دي.

د هغه په ​​وينا، جوماتونه د هېواد په لويو لارو کې د اسلامي امارت د مشر ملابت الله اخندزاده په امر جوړېږي او ښاريانو ته د کار اسانتياوې رامنځته کېږي.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي څرګنده کړه: سره له دې چې ځینې خلک په اسلامي امارت د تخریبي انګیزو تورونه لګوي، تاریخ به ثابته کړي چې اسلامي امارت د خلکو ریښتینی خدمتګار دی.

هغه د خلکو پر یووالي هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هر څومره چې موږ سره یو موټی او همغږي ولرو هغومره به مو دښمنان مات شي.

د يادونې وړ ده، چې د "يونس" جومات د پکتيا ولايت په شواک ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې د کورنيو چارو وزارت او يو سوداګر له خوا د ١٥ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړ شوى او په يو وخت کې د ٤٠٠ لمونځ کوونکو ظرفيت لري.


د مطلب کود: 281934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281934/سراج-الدین-حقاني-اسلامي-امارت-افغانستان-آبادوي

آوا
  https://www.avapress.com