کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: اسلامي امارت په ننني افغانستان کې یو واقعیت دي

20 قوس 1402 ساعت 14:04

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، اسلامي امارت داعش نه، بلکې په ننني افغانستان کې یو واقعیت دي


آوا: امیر عبداللهیان د سې شنبې په ورځ (قوس ۱۸) د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت اوس مهال د داعش ډلې پر ضد جګړه کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې جامع حکومت به نه جوړوي.

عبداللهیان ټینګار کړی، چې په افغانستان کې یوازینۍ حل لاره د یوه جامع حکومت جوړول دي او تهران باید په افغانستان کې د لا زیات امنیت او ثبات لپاره کار وکړي.

ده همدارنګ زیاته کړي چې افغانستان هغه وخت د ثبات او امنیت په لاره کښېنئ چې ټول قومونه د دغه هېواد په اداره او حکومتدارۍ کښې ونډه ولري.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې حاکم نظام ټول شموله دی او ټول قومونه د حکومت په آیینه کې ځانونه ویني او دا بهیر د بشپړیدو په لور روان دی.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې امنیت د اسلامي امارت لپاره یوه مهمه مسئله ده ځکه په افغانستان کې د امنیت تامین د سیمې او ګاونډیو هیوادونو له ثبات سره مرسته کوي.


د مطلب کود: 281987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281987/د-ایران-بهرنیو-چارو-وزیر-اسلامي-امارت-په-ننني-افغانستان-کې-یو-واقعیت-دي

آوا
  https://www.avapress.com