کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګي برید ۲۳ تنه وژلي دي

21 قوس 1402 ساعت 15:24

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د نن ورځې د برید د قربانیانو شمېر ۲۳ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان ښار کې د پوځ یوه قرارګاه په نښه کړه، چې د موټر بم او ځانمرګی برید په ترڅ کې یې مرګ ژوبله واړوله.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د دیره اسماعیل خان په ښار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۲۷ "ترهګر" وژل شوي چې ټول هغه بریدګر هم پکې شامل دي چې د پوځ په مرکز کې د پاکولو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې ترهګرې ډلې "تحریک جهاد" د پاکستان پر پوځی اډې د نننی خونړی برید مسوولیت منلی دی.

په تېرو دوو کلونو کې پاکستان په خپلو امنیتي ځواکونو په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو بریدونو له بې ساري زیاتوالي سره مخ شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د ډېرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په یوه بیان کې د هېواد پر امنیتي ځواکونو برید غندلی او ویلي یې دي: له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د خلکو او وسله والو ځواکونو قوي عزم به له دغو بزدلانه بریدونو اغېزمن نه شي.


د مطلب کود: 282065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282065/په-خیبر-پښتونخوا-کې-د-پولیسو-پر-یوه-مرکز-ځانمرګي-برید-۲۳-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com