کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د لوحو د اصلاح کمیسیون کار پیل کړ

24 قوس 1402 ساعت 11:55

د فراه ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لوحو د اصلاح کمېسیون خپل فعالیت پیل کړی او د ځینو هټیو، روغتیايي مرکزونو او ښوونیزو مرکزونو د لوحو د سمولو لپاره یې څارنه کړې ده.


آوا - هرات: د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحی سباوون وايي چې د رئیس الوزرا د ۱۴مې پریکړه لیک له مخې د لوحو متن د اصلاح په اړه په ښار کې د هغو اصطلاحاتو له جملې څخه چې له اسلامي شریعت سره سم، ملي ژبې د هېواد له کلتور سره په ټکر کې دي، څارنه یې شوې ده.
 
همدارنګه د دغه ولایت د اطلاعاتو رئیس فضل فیاض ټینګار وکړ چې دغه کمېسیون دې د ښار او ولسوالیو په ټولو برخو کې د اصلاحاتو تر رامنځته کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.
 
هغه د فراه له ښاريانو وغوښتل، چې د خپلو مرکزونو په نښو کې د بهرنيو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي.
 
ښاغلي فضلي په ډاګه کړه، چې له سرغړونکو سره به د اصولو او قوانینو په رڼا کې چلند وشي.
 
په ورته وخت کې د فراه ولایت اوسیدونکي هم د دغه کمیسیون د فعالیت هرکلی کوي او په لوحو کې د شاملو شرایطو تعدیل د ملي او مذهبي فرهنګ په وده کې اغیزمن ګڼي.


د مطلب کود: 282236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282236/په-فراه-ولایت-کې-د-لوحو-اصلاح-کمیسیون-کار-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com