کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت سرپرست له افغان راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

29 قوس 1402 ساعت 11:38

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د مهاجرت د نړیوال سازمان له رئیس سره په کتنه کې په افغانستان کې له راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو د مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.


آوا‌ - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشر امی پوپ سره د خلیل الرحمن حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
خلیل الرحمن حقاني زیاته کړه چې مرستندویه ادارې باید د راستنیدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري.
 
هغه وویل: "تاسو باید د هیواد سرحدونو ته لاړ شئ ترڅو د مهاجرینو وضعیت په خپلو سترګو وګورئ چې دوی واقعیا مرستې ته اړتیا لري."
 
د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
 
خو امې پوپل په دې غونډه کې وویل چې مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې د ژمي په موسم کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی هم له مېرمن امپوپ سره په کتنه کې ویلي وو چې کوربه هېوادونه باید له افغان کډوالو سره سیاسي چلند ونه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه سلګونه زره افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د یادولو ده، چې د نړیوالو بنسټونو د راپور له مخې، له پاکستانه د راستنیدونکو افغان کډوالو ډېره برخه په ناوړه بشري وضعیت کې دي او بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.


د مطلب کود: 282537

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282537/د-کډوالو-چارو-وزارت-سرپرست-له-افغان-راستنیدونکو-سره-نړیوالو-مرستو-زیاتوالي-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com