کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت چارواکي له آوا سره په خبرو کې:

په غزني کې د بزګرانو محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

29 قوس 1402 ساعت 14:45

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د غزني ولایت د کرنې ریاست د دغه ولایت د کروندګرو او مالدارانو د محصولاتو د رسولو په موخه د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو نندارتون په لاره اچولی دی.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن چهارشنبه د قوس ۲۹ مه د کرنیزو محصولاتو د دغه نندارتون په اړه د آوا له خبریال سره په خبرو کې په دغه نندارتون کې د غزني ولایت د بزګرانو او مالدارانو هر ډول کرنیز محصولات نندارې ته ایښودل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه نندارتون پرون د غزني مرستيال والي مولوي رحيم الله محمود، د دغه ولايت د کرنې رييس مولوي محمد ادريس حنيف او د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو په ګډون د سوداګرو او کروندګرو په شتون سره پرانيستل شو.
 
د ښاغلي مستعین د څرګندونو له مخې، د دغه نندارتون د پرانستلو پر مهال د غزني مرستیال والي رحیم الله محمود د دغه نندارتون په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست له هڅو یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ملي سوداګر باید د غزني د کروندګرو محصولاتو ته مناسب بازار موندنه وکړي.
 
همدارنګه د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس محمد ادریس حنیف وویل، چې د غزني ولایت نږدې ۹۰ سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او زیاته یې کړه، چې دغه نندارتون د غزني ولایت په اقتصادي برخه کې مثبت رول لوبولی شي.
 
د غزني د کرنې رييس وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه مو موخه د کروندګرو او ملي سوداګرو ترمنځ د مستقيم ارتباط رامنځته کول دي، ترڅو د غزني د کروندګرو او بڼوالو محصولات بازار ته وړاندې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېر کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نندارتونونو جوړول زيات شوي دي.


د مطلب کود: 282562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282562/په-غزني-کې-د-بزګرانو-محصولاتو-ته-بازار-موندنې-موخه-کرنیزو-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com