کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه کال کې په افغانستان کې له ۱۸ میلیونو ډېرو خلکو ته خوراکي توکي وېشلي دي

1 جدی 1402 ساعت 12:15

د خوړو نړیوال پروګرام نن (پنجشنبه د قوس ۳۰مه) اعلان وکړ چې په تېر کال کې یې په افغانستان کې ۱۸.۴ میلیونه وګړو ته خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: نن پنجشنبه (قوس ۳۰مه) دغې موسسې د «ایکس» ټولنیزې شبکې یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې په دې موده کې ۹،۳ میلیونه ښځې او ۱۰،۶ میلیونه ماشومان له مرستو برخمن شوي دي.
 
دغه سازمان دا هم ویلي، چې تېر کال ۱،۵ میلیونه زده کوونکو ته خواړه ورکړل شوي دي.
 
د خوړو نړيوال سازمان وايي، چې په دې موده کې يې د پياوړتيا په برخه کې شپږ زره ښځې او شل زره بزګرانو مسلکي زده کړې کړې دي.
 
دغه سازمان همدارنګه زیاته کړه چې د اقلیم د کړکیچ د اغیزو د کمولو او د خلکو د ځواکمنولو په موخه یې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې څه باندې ۲۶۰ د اوبو کانالونه، ۳۰ کیلومتره محافظوي دیوالونه او ۲۲ زیرمې او واړه بندونه جوړ کړي دي.
 
د خوړو د نړيوال پروګرام د راپور له مخې، دغه مرستې د دغه سازمان د همکارانو په همکارۍ د افغانستان له خلکو سره شوې دي او د داسې راتلونکي د جوړولو لپاره کار کوي چې په افغانستان کې هيڅوک له لوږې نه ويده شي.
 
له بلې خوا دغه سازمان ویلي دي چې د بودیجې د کمښت له امله یې لس میلیونه کسان له خوراکي موادو څخه ایستلي دي.


د مطلب کود: 282669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282669/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-یوه-کال-کې-افغانستان-له-۱۸-میلیونو-ډېرو-خلکو-ته-خوراکي-توکي-وېشلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com