کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشهد ته د مولوی متقی راتګ/ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خراسان رضوي له والي سره وکتل

4 جدی 1402 ساعت 13:54

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی نن دوشنبه سهار د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره د هرکلي په ترڅ کې مشهد ته ورسېد او په دې کتنه کې یې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه خبرې وکړې.


آوا - مشهد مقدس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی او ورسره پلاوی نن دوشنبه د جدی په ۴ مه سهار وختی مشهد ته ورسید، چې د ولایت مقام له رسمی هرکلی سره مخ شو. د خراسان رضوي والي ښاغلي یعقوب علي نظري سره وکتل او د سوداګریزو راکړو ورکړو او پر اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې.
 
تر دې مخکې د خراسان رضوي والي له یوه سوداګریز پلاوي سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په موخه افغانستان ته سفر کړی و او نن به په افغانستان کې د ایراني سوداګرو د کار د اسانتیا او د همکاریو پر پایلو خبرې او تبادله وشي.
 
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د جمعې په ورځ سهار (د جدی ۲مه) په تهران کې په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړه او په غزه کې یې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت دریځ څرګند کړ او دغه جنایتونه یې په کلکه وغندل.
 
مولوي امیرخان متقي د یکشنبې په ماسپښین په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر حسین امیرعبداللهیان او په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر او استازي کاظمي قمي سره وکتل.


د مطلب کود: 282855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282855/مشهد-ته-د-مولوی-متقی-راتګ-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-خراسان-رضوي-له-والي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com