کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د ۱۷ تاریخي او لرغوني آثار پېژندنه

4 جدی 1402 ساعت 15:55

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لرغونپوهان په دې بريالي شول چې په ١٤٠٢ هجري لمريز کال کې ١٧ لرغوني سيمې کشف او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره يې ثبت کړي.


آوا: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس معیز الدین احمدی د آوا خبریال ته د دغه ولایت د تاریخی اثارو د پېژندنې په اړه وویل: بدخشان یو له لرغونو، تاریخي ولایتونو څخه دی.

هغه زياته کړه: د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لرغونپوهان په دې بريالي شول چې په ١٤٠٢ هجري لمريز کال کې ١٧ لرغوني کنډوالې او سيمې کشف او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې ثبت کړي، ځکه د دغه ولايت د تاريخي او فرهنګي ميراثونو د پيژندلو لپاره ضروري ده. 

احمدي وويل چې دبدخشان ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې لرغونې څاګانې او ساحې کشف شوي او موږ هڅه کوو چې نور جزئيات ترلاسه او عامه کړو.

نوموړي زياته کړه، چې د بدخشان ولايت په ټولو سيمو کې د لرغونو سيندونو او ساحو د پېژندنې او ثبت پروسه د مسوولينو له خوا په جدي توګه تعقيبوي، څو د فرهنګي او تاريخي اثارو ساتنه په بشپړه توګه تامين شي.

د يادونې وړ ده، چې بدخشان د افغانستان يو له لويو او غرنيو ولايتونو څخه دى، چې ٢٨ ولسوالۍ او څه باندې يو ميليون نفوس لري. دغه راز دغه ولايت له پاکستان، چين او تاجکستان سره پوله لري.


د مطلب کود: 282876

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282876/په-بدخشان-ولایت-کې-د-۱۷-تاریخي-او-لرغوني-آثار-پېژندنه

آوا
  https://www.avapress.com