کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې له دوه زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

5 جدی 1402 ساعت 14:10

د سمنګان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي: د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د ټولنیز ځواکمنتیا انستیتیوت په همکارۍ د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې پر ۲۱۰۵ بې وزلو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو بستې وویشل.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخی وايي، پد خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د ټولنیز ځواکمنتیا انستیتیوت په همکارۍ د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې پر ۲۱۰۵ بې وزلو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو بستې وویشل.

هغه زیاته کړه، د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په ۵۱ پرمختیايي شوراګانو کې د همغږي کوونکي په توګه د ۲۱۰ ټنه اوړو، ۲۱ ټنه غوړي، ۶ ټنه د ماشومانو د پیاوړتیا مواد او ۱۲ ټنه غني شوي توکي ووېشل. 

شاهروخي وويل، چې د خوراکي توکو د وېش په بهير کې هرې کورنۍ ته سل کيلو اوړه، لس لېتره غوړي، ١٢،٥ کيلو مرغان، درې کيلو د ماشومانو د روزلو وړه او شپږ کيلو وړه اوړه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د سمنګانو ولايت د خرم او سارباغ ولسوالۍ د ٧٩ کليو او څه دپاسه ٤٥زرو نفوسو په لرلو سره د غرونو په اوږدو کې پرته ده او د اوبو له چينو ډک شنه سيمه ده.


د مطلب کود: 282933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282933/په-سمنګان-ولایت-کې-له-دوه-زره-اړمنو-کورنیو-سره-د-خوراکي-توکو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com