کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د ترافیکو ریاست له لوري په شپږو میاشتو کې له ۲۸۳ میلیونو څخه زیات افغانۍ عوايد راټول شوي

10 جدی 1402 ساعت 15:46

د کابل د ترافیکو د عمومي ریاست مسوولین وايي چې دې ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۸۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.


آوا - کابل: د کابل د ترافیکو د عمومي ریاست ویاند نعمت نواز د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۰ مه) د آوا خبریال ته څرګنده کړه چې په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۲۸۳ میلیونه ۲۲۳ زره ۱۰۷ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
 
د ښاغلي نواز په وینا، د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په دې اداره کې د "کمېشن کار" او "په غیر قانوني توګه د پیسو اخیستل" صفر ته راټیټ شوي او د همدې مسئلې له مخې د روان کال د شپږو میاشتو عواید د تېر کال په پرتله زیات شوي دي. 
 
د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست ویاند له موټر چلوونکو غوښتي چې ترافیکي قوانین مراعات کړي.
 
په همدې حال کې دغه ریاست په ټول هیواد کې د ټکسيونو د رنګ له «ژېړ او سپین» څخه «روښانه فیروزي او سپین» ته د بدلون بهیر پیل کړ.


د مطلب کود: 283232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283232/د-کابل-ترافیکو-ریاست-له-لوري-په-شپږو-میاشتو-کې-۲۸۳-میلیونو-څخه-زیات-افغانۍ-عوايد-راټول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com