کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

13 جدی 1402 ساعت 14:55

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په دریمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه او له دې لوبډلې څخه یې دریمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله.


آوا: دغه لوبه تېره شپه د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې لومړۍ لوبه کې د اماراتو لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۲۶ منډې جوړې کړې.

د هېواد ملي لوبډلې چې د دې لوبې د ګټلو لپاره یې باید ۱۲۷ منډې جوړې کړې وای، ۱۸ ټاکل شوی هدف یې پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله.

په دې بریا سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دریو شل اوریزو سیالیو کې د ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې دغو دواړو لوبډلو دوه نورې لوبې کړې وې، چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان ګټلې وه او په دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو د دغه هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو سیالیو په لړ کې په خپله راتلونکې لوبه کې د هند د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ کیږي.


د مطلب کود: 283429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283429/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-په-درېیمه-لوبه-کې-متحده-عربي-اماراتو-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com