کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس او فراه کې له څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

16 جدی 1402 ساعت 10:57

په بادغیس او فراه ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د نړیوالو مرستندویه موسسو له خوا په دغو ولایتونو کې پر ۱۵۶۶ اړمنو کورنیو نغدي، خوراکي او ژمني جامې وویشل شوې.


آوا - کابل: د بادغیس ولایت د والي مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د ابکمري ولسوالۍ په ۹۶۶ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو مرستې وویشل. 

د خبرپاڼې له مخې هرې کورنۍ ته ۱۳۶۵۰ افغانۍ نغدې، کمپلې او ژمنۍ جامې ورکړل شوې.

خو په فراه کې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست هم د دغه ولایت په شیبکوه او پشتکوه ولسوالیو کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش اعلان کړی دی.

په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، دال او خوراکي توکي شامل دي چې د خوراک نړيوال پروګرام (WFP) له خوا ووېشل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رامنځته کېدو او د نړیوالو مرستو په کمېدو سره د کورنیو بېوزلي ډېره شوې او د هېواد ډېری وګړي د مرستندویه موسسو په مرستو تکیه کوي.


د مطلب کود: 283562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283562/په-بادغیس-او-فراه-کې-له-څه-باندې-۱۵۰۰-اړمنو-کورنیو-سره-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com