کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: سږ کال څه باندې ۱۰۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

16 جدی 1402 ساعت 14:53

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې د ١٤٠٢ هجري لمريز کال له پيل څخه د روان کال د غويي مياشتې تر پايه پورې په هېواد کې ١٠٩٨٢٤ تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د چدی ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي دي. 

ورځپاڼه زیاتوي چې په دغو کسانو کې ۲۶۳۲۶ یې ښځې دي.

وزارت دا هم ویلي چې ۱۴۸۹ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه ویشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد اوسېدونکو د کار له نشتوالي شکايت کاوه.


د مطلب کود: 283598

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283598/د-کار-او-ټولنیزو-چارو-وزارت-سږ-کال-څه-باندې-۱۰۹-زره-کسانو-ته-زمینه-برابره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com