کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت سرپرست د لبنیاتو په برخه کې د افغانستان پر ځان بسیا کېدو ټینګار وکړ

18 جدی 1402 ساعت 11:27

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د افغانستان د شیدو د تولیدونکو اتحادیې له غړو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د لبنیاتو د سکتور د ځان بسیاینې لپاره کار وکړي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستین نن دوشنبه د جدی ۱۸ مه د آوا له خبریال سره په خبرو کې دا موضوع مطرح کړه.

هغه زياته کړه، په دې کتنه کې چې د کرنې په وزارت کې جوړه شوې وه، د يادې اتحاديې غړو د شيدو د توليد سکتور د فعاليتونو، د توليد د اندازې، ستونزو او ننګونو او د حل په لارو چارو خبرې وکړې او د کرنې لپاره يې د ځمکې غوښتنه وکړه. 

هغه زیاته کړه، په دې غونډه کې د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د اتحادیې د غړو د خبرو له اورېدو وروسته د اماراتو د رهبرۍ او د کرنې له وزارت څخه د ملاتړ او همکارۍ اعلان وکړ.

د مستين په وينا، د وزارت مشرتابه ژمنه کړې، چې د پوډرو شيدو د توليدوونکو اتحاديې ستونزې به حل کړي.

د کرنې وزارت دغه چارواکي زیاته کړه چې د دغه وزارت سرپرست هم له دوی وغوښتل چې په هېواد کې د لبنیاتو د سکتور د ودې او پراختیا لپاره خپلې هڅې وکړي.

عطاالله عمري زیاته کړه، چې د کرنې وزارت په دې برخه کې له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د لبنیاتو لپاره د هېوادوالو د اړتیا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د ایران له اسلامی جمهوریت څخه واردیږی. خو په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بيا د کابل په صنعتي پارکونو کې د لبنياتو د توليد او بسته بندۍ څو شرکتونه پرانيستل شوي دي.


د مطلب کود: 283723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283723/د-کرنې-وزارت-سرپرست-لبنیاتو-په-برخه-کې-افغانستان-پر-ځان-بسیا-کېدو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com