کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستان څخه هېواد ته د څه دپاسه زر تنه کډوال راستانه شول

18 جدی 1402 ساعت 13:43

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د یکشنبې په ورځ د جدی په ۱۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارو څخه ۱،۴۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د راپور له مخې، له پاکستان څخه د ۷۸۱ کسانو په ګډون ۱۵۴ کورنۍ په زوره هېواد ته راستنې شوې دي.

ويل کيږي چې دغه مهاجرين د مهاجرت له رياست سره له ثبتولو وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ او د مهاجرت د نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

په همدې حال کې د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي پولیسو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو د خوشي شویو ۲۲۹ کسانو په ګډون ۴۶ کورنۍ او ۳۱ تنه په زوره هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرحدي ځواکونو د قوماندان سپين بولدک په وينا، دغه راستانه شوي کسان په ټاکل شويو کمېټو کې تر ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړيوال سازمان او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

همدا راز ویل شوي، چې د لارې په اوږدو کې د مسؤلینو له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ویشل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو، چې ډېرى يې افغانان دي، د ايستلو لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 283737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283737/تېره-ورځ-له-پاکستان-څخه-هېواد-ته-د-څه-دپاسه-زر-تنه-کډوال-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com