کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

19 جدی 1402 ساعت 10:55

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې په افغانستان کې به تر ۲۰۲۴ کال پورې ۲۳.۷ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان له لسیزو راهیسې له جګړو او د هوا، پرله پسې طبیعي پېښو او ژورو ناورینونو له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د اوچا په وینا، ښځې نن ورځ په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکې ډله ده.

په راپور کې راغلي: "د ټولو افغانانو نږدې نیمایي په بې وزلۍ کې ژوند کوي او دا کچه په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې لوړه ده. 

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو خلکو له ډلې څخه چې ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري، بشردوستانه همکارانو په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۳ میلیونه خلکو ته د څو سکتوري مرستو لپاره لومړیتوب ورکړی چې د دې لپاره ۳.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا زیاته کړه: "په مهمو لومړیتوبونو کې د خوراکي توکو مرسته، د څښاک پاکې اوبه، روغتیا پاملرنه، تعلیم او د سختو اړتیاوو پوره کول شامل دي."

باید وویل شي، چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې افغانستان په خپل راپور کې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی و، چې میلیونونه وګړي یې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د دغه سازمان په راپور کې چې د تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه خپور شو، ویل شوي چې د افغانستان په ګډون په ۵۳ هېوادونو کې ۲۵۸ میلیونه وګړي په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو خوندیتوب نه لري.


د مطلب کود: 283796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283796/اوچا-په-۲۰۲۴-کال-کې-افغانستان-تر-۲۳-میلیونو-ډېر-خلک-بشري-مرستو-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com