کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د ۳۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي د جوړ شو

21 جدی 1402 ساعت 11:43

د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې چې ۱۲ درسي خوني، اداره، د ښوونکو د اوسېدو ځای او یو لابراتوار په کې شاملې دي، د ۳۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 


آوا - مزار شریف: د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ ولسوال مولوی رحمن الدین رحمانی په دغه ولسوالۍ کې د یوه ښوونځی د نوې ودانۍ د جوړیدو په اړه وویل چې ۱۲ درسي خوني، اداره، د ښوونکو د اوسېدو ځای او یو لابراتوار په کې شاملې دي، د ۳۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه زياته کړه چې دغه ښوونځى د شغنان ولسوالۍ په مرکات کلي کې جوړ شوى او دغه کلي د بدخشان ولايت د افغانستان له لرې پرتو او سرحدي سيمو څخه دى او د دغه ښوونځي لګښت د المان د پراختيايي بانک او آغاخان بنسټ له خوا ورکړل شوى دى.
 
رحماني د دې په څرګندولو سره چې د اسلامي امارت دولت د پوهنې مخالف نه دی، وویل: د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې په ۲۰۲۰ کال کې پیل او په ۲۰۲۳ کال کې بشپړې شوې او د دغه ولایت د شغنان ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم د ښوونځیو د جوړولو هڅې روانې دي.
 
هغه وویل، د علومو زده کړه، ښوونه او روزنه په اسلام کې لوړ مقام لري او د اسلامي امارت حکومت تل د هېواد د تعلیمي بهیر د پیاوړتیا هڅې کړې دي.
 
په همدې حال کې د شغنان ولسوالۍ د پوهنې رييس عبدالعزيز ضيايي زياته کړه، چې د چاپېريال ذهني، فزيکي او فکري ساتنه د زده کړې له اغېزمنو عواملو څخه ده او نن سبا د هېواد په سرحدي کليو کې هم دغه ساتنه کېږي.
 
هغه وويل، د عامه ځايونو په ځانګړي ډول د ښوونځيو ساتنه او پالنه د هر چا دنده ده او تر ټولو زيات د سيمې خلک په دې برخه کې ونډه لري او بايد د دې ښوونځيو په ساتنه کې هوډ او اراده وشي.


د مطلب کود: 283978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283978/په-بدخشان-ولایت-کې-د-۳۸۵-زره-امریکايي-ډالرو-لګښت-یوه-ښوونځي-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com