کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې نسبتاً زورورې زلزلې کابل ولړزاوه

21 جدی 1402 ساعت 14:05

څو شېبې وړاندې یوې نسبتاً زورورې زلزلې کابل ښار ولړزاوه. ویل کیږي چې د زلزلې ټکانونه په مزارشریف ښار کې هم محسوس شوي دي.


آوا - کابل: نن پنجشنبه ماسپښین ۱:۵۰ دقیقې یوې نسبتاً زورورې زلزلې کابل ښار ولړزاوه.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې د دغې زلزلې مرکز چیرته و.
 
د مزارشریف ښاریانو هم د زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.

تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات نشته.


د مطلب کود: 283991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283991/یوې-نسبتا-زورورې-زلزلې-کابل-ولړزاوه

آوا
  https://www.avapress.com