کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۱۲ زره ۸۲۴ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

23 جدی 1402 ساعت 14:59

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پر ۱۲۸۲۴ بې ځایه شویو او په زوره راستنېدونکو کورنیو مرستې وویشل شوې.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ د جدی په ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلی چې دغه مرستې د روان کال د جدی د میاشتې له ۱۶ څخه تر ۲۱ نیټې پورې شوې وې.

دغه مرستې په کندهار، ننګرهار، فراه، خوست، غزني، بلخ، میدان وردګو، جوزجان، فاریاب، سمنګان او اروزګان ولایتونو کې پر ۱۲۸۲۴ کورنیو وویشل شوې.

ويل کيږي چې دغه مرستې د نړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ ويشل شوي دي چې په کې نغدې پيسې، خوراکي توکي، د ګاز سلنډر، هيټر، د سون لرګي، سولر، روغتيايي کڅوړې، ژمني جامې او کمپلې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له ۸۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وویشل شوې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو د بې وزلۍ د مخنيوي په موخه پر اړمنو او بې ځايه شويو کورنيو نغدي او غيرې نغدي مرستې وېشلې دي.


د مطلب کود: 284088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284088/د-هېواد-په-۱۱-ولایتونو-کې-له-۱۲-زره-۸۲۴-کورنیو-سره-خوراکي-او-غیر-توکو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com