کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مالیې وزارت:

په تېرو دوو کلونو کې ۱۳ دولتي شرکتونه بېرته فعال شوي دي

25 جدی 1402 ساعت 9:25

د مالیې وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د دغه وزارت له ۱۳ شرکتونو څخه چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، ۱۳ یې فعال کړي او د نورو دولتي شرکتونو د فعالولو هڅې روانې دي.


آوا - کابل: د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د یکشنبې په ورځ (د جدی ۲۴ مه) د آوا خبریال ته وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د کورنیو تولیداتو په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره دولتي شرکتونه بیا فعال کړي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د هېواد له ۳۲ دولتي شرکتونو څخه ۱۳ یې چې په بېلابېلو دولتي برخو کې فعالیت کوي، بېرته فعال شوي او د پاتې شرکتونو د فعالولو هڅې روانې دي.

د حقمل د څرګندونو پر بنسټ؛ د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو له فعالېدو وروسته ۳۳ زره کسانو ته په مستقیم ډول او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه څرګنده کړه، په ټول هېواد کې ۴۴ دولتي شرکتونه شتون لري، چې له دې جملې څخه ۳۲ دولتي شرکتونه د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو تر اغېز لاندې فعالیت کوي.

د افغان ټور دولتي شرکت عمومي مدير مولوي محمد نبي بها هم د آوا خبريال ته وويل چې له ٤٥ کلنو جګړو او ناخوالو وروسته په افغانستان کې ملي امنيت ټينګ شوى او دغه هېواد د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د توجه مرکز ګرځېدلى دى.

هغه زیاته کړه، تېر کال تر ۲۷۰۰ ډېر بهرني سیلانیان افغانستان ته د سیاحت په موخه راغلي او افغانستان د ویزو په ورکولو او د ځینو اسانتیاوو په برابرولو سره څه باندې ۶۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. دغه راز د روان کال په لومړيو دوو ربعو کې دغې موسسې د بهرنيو سيلانيانو د شتون له امله ٢١ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

په ورته وخت کې د سپین زر کندز دولتي شرکت مسوولینو د آوا له خبریال سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره د سپین زر دولتي شرکت اکثره برخې بېرته فعالې شوې او اوس دغه شرکت د تیلو او صابون په برخو کې فعالیت کوي.

عبدالحفيظ فرهاد وويل، دغه شرکت اوسمهال د دې وړتيا لري، چې له بېلابېلو بوټو څخه د سبزيجاتو غوړي توليد کړي او تر ډېره د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي.

د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ دغه شرکت هر کال ۲۷ زره ټنه د سبزیجاتو غوړي پروسس کوي او بازار ته یې استوي او د سبزیجاتو د تیلو د تولید په برخه کې یې ۳ زره کسانو ته په مستقیم او ۱۰ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.


د مطلب کود: 284207

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284207/په-تېرو-دوو-کلونو-کې-۱۳-دولتي-شرکتونه-بېرته-فعال-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com