کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان په مرکز کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شو

25 جدی 1402 ساعت 16:15

د بامیان په مرکز کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې.


آوا - بامیان: نن دوشنبه (د زمري ۲۵مه) د بامیان د مرکز اړوند د فاطمیون په سیمه کې د بامیان د والي مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شو.

د چارواکو په وینا، دا پروژه د دوه میلیونه ۲۹۱ زره ۴۳۱ افغانیو په لګښت جوړېږي.

ويل شوي دي چې ددغې پروژې تطبيق د فولاد د ترميم د ساختماني شرکت له خوا او د باميانو ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست تر مستقيمې څارنې لاندې ترسره کيږي.

د دغه بند په جوړېدو سره به ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د باميانو په مرکز يکاولنګ، ۱ او ۲ نمبر ورس، شيبر، کهمرد، سيغان او د باميان په مرکز کې د اووه بندونو پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. 


د مطلب کود: 284261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284261/د-بامیان-په-مرکز-کې-اوبو-یوه-کوچني-بند-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com