کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر څه باندې ۶ زره کورنیو د خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش

27 جدی 1402 ساعت 14:38

د پکتيکا، ننګرهار، نورستان او بادغيس ولايتونو سيمه ييز چارواکي وايي، چې مرستندويه موسسو په يادو ولايتونو کې پر ۵۹۴۶ اړمنو کورنيو مرستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوړو نړیوال سازمان د دغه ولایت په مرکز ښرنې ښار کې له ۲۷۳۵ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته د پرمختیايي مرستو د موسسې (ORD) په تخنیکي مرسته شوې، چې پر هرې کورنۍ یې ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي وویشل شوې.

له بلې خوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوراکي توکو نړیوال پروګرام د تخنیکي همکارۍ انسټیټیوټ (RRDPO) په همکارۍ د دغه ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې له ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

ويل کيږي چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو خواړه شامل دي.

په همدې حال کې د نورستان د بيارغونې، پراختيا او کليو رييس مولوي احسان الله احمد وايي، چې د خوراک نړيوال پروګرام د شاپول موسسې په تخنيکي همکارۍ د دغه ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې له ١٢٣٤ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

بل خوا د بادغیس ولایت مطبوعاتي دفتر په دغه ولایت کې پر ۶۹۷ اړمنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی دی.

ویل شوي، چې دغه مرستې د المان د مرستې ادارې له خوا د ۷۵ امریکايي ډالرو معادل ۵۳۷۰ افغانیو په نغدي د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ او د مرکز قلعه نو ښار پر اړمنو کورنیو وویشل شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام دا مرستې په داسې حال کې وېشلې، چې نړیوالو سازمانونو په دې وروستیو کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې تر ۱۵ میلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ وي او خوراکي او لومړنیو توکو ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 284401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284401/د-هېواد-په-څلورو-ولایتونو-کې-پر-څه-باندې-۶-زره-کورنیو-خوراکي-توکو-او-نغدي-مرستو-وېش

آوا
  https://www.avapress.com