کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۵ زرو ته رسیدلی دی

1 دلو 1402 ساعت 9:51

د غزې د روغتیا وزارت: د صهیونیسټي رژیم د تیریو د قربانیانو شمیر ۲۴ زره ۹۲۷ تنه شهیدان او ۶۲ زره ۳۸۸ ژوبل شوي دي.


آوا: په غزه کی د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چی اسرائیلی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کی ۱۴ جنایتونه ترسره کړی، چی په ترڅ کی یی ۱۶۵ فلسطینیان شهیدان او ۲۸۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړه: د دغو شهیدانو په شمول په غزې تړانګه کښې د اکتوبر له اوومې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د حملو له پیله د شهیدانو ټولټال شمیر ۲۴ زره ۹۲۷ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۶۲ زرو ته رسیدلی دی. 


د مطلب کود: 284586

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284586/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۵-زرو-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com