کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې له راستنیدونکو کورنیو سره د نغدي مرستو ویش

2 دلو 1402 ساعت 16:15

د سرپل ولايت د داخلي مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست مطبوعاتي مسوول وايي؛ له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې هرې کورنۍ ته ۱۳۹۰۰ افغانۍ نغدې، درې کمپلې او یوه بسته د ژمنیو جامو مرسته وشوه.


آوا - مزار شریف: د سرپل ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست مطبوعاتي مسوول عیسی بلوچ وايي، د دغو کورنیو د پېژندنې بهیر په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوی او له دې وروسته ۳۹۴ کورنۍ پیژندل شوې دي.

ده څرګنده کړه چې دغه کورنۍ په جبري توګه له پاکستان او ايران څخه ايستل شوي او دغه سروې د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا د سرپل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ترسره شوې ده.

ښاغلي بلوچ زیاته کړه: "له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې هرې کورنۍ ته ۱۳۹۰۰ افغانۍ نغدې، درې کمپلې او یوه بسته ۱۲ ژمنۍ جامې ورکړل شوې."

ياد شوي وويل، چې دا ډول مرستې له بهرنيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کورنيو لپاره ډېرې حياتي او اړين دي، له همدې امله دغه لړۍ پيل شوې او د سرپل ولايت له ولسواليو او مرکز څخه راستنې شوې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې دي.

له بلې خوا د سرپل ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي: له ګاونډیو هیوادونو څخه را ایستل شوې کورنۍ د ژوند په خورا بد حالت کې دي او دولت باید دغو کورنیو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کورنيو د جبري شړلو د لړۍ له پيل وروسته، افغانستان ته د کورنيو او بهرنيو مرستو يوه لويه څپه رالېږل شوې ده.


د مطلب کود: 284689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284689/په-سرپل-ولایت-کې-له-راستنیدونکو-کورنیو-سره-د-نغدي-مرستو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com