کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تحریک طالبان پاکستان: موږ و ټاکنو او په دې کې د ګډون کوونکو ګوندونو سره هېڅ کار نه لرو

7 دلو 1402 ساعت 14:29

په پاکستان کې د ملي انتخاباتو په درشل کې او په عین حال کې چې په دغه هیواد کې امنیتي اندیښنې زیاتیږي، تحریک طالبان پاکستان ډاډ ورکړی چې په انتخاباتي جلسو او د هغې په ګډونوالو به حملې نه کوي.


آوا: د پاکستان تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی چې دغه ډله به د ټاکنو بهیر او په هغه کې ګډون کوونکي ګوندونه په نښه نه کړي.

د "اسوشیتد پرس" په وینا، TTP یو بیان خپور کړ او ویې ویل: "موږ د دې ټاکنو او په دې کې ګډون کونکو ګوندونو سره هیڅ تړاو نه لرو."

د دغه راپور له مخې، TTP ویلي چې د دوی د بریدونو هدف د پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو پورې محدود دی.

ټاکل شوې د پاکستان ملي ټاکنې د روان کال د فبرورۍ په اتمه ترسره شي.

د TTP د ډاډ سره سره چې دوی به په ټاکنو برید نه کوي، اندیښنې پاتې دي چې نورې پاکستاني وسله والې ډلې به انتخاباتي ګوندونه او جلسې په نښه کړي، ځکه چې د پاکستان د حکومت مخالف نورو وسله والو ډلو ورته ژمنې نه دي کړي.

په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم له ټاکنو څخه ایستل شوی دی.


د مطلب کود: 284871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284871/تحریک-طالبان-پاکستان-موږ-ټاکنو-او-په-دې-کې-د-ګډون-کوونکو-ګوندونو-سره-هېڅ-کار-نه-لرو

آوا
  https://www.avapress.com