کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سترې محکمې د عامه امنیت رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو

8 دلو 1402 ساعت 13:17

د افغانستان ستره محکمه وايي، د سترې محکمې د عامه امنیت د څانګې مشر جلال الدین حقاني په غزني ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.


آوا - کابل: سترې محکمې په یوه بیان کې لیکلي چې جلال الدین حقاني د شنبې په ورځ (د دلوې ۷ مه) په غزني ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې مړ شو.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي حقاني په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت لپاره نه ستړي کېدونکي جهادي خدمتونه ترسره کړي دي.


د مطلب کود: 284924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284924/د-سترې-محکمې-عامه-امنیت-رئیس-په-یوه-ترافیکي-پېښه-کې-مړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com