کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت:

په ټول هیواد کې د ښوونځیو رغول، د تعلیمي نظام پیاوړي کول او د دیني مدرسو جوړول زموږ لومړیتوبونه دي

11 دلو 1402 ساعت 16:07

د پوهنې سرپرست وزیر د پکتیا ولایت له مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د ښوونځیو رغول، د تعلیمي نظام پیاوړتیا او په ټول افغانستان کې د دیني مدرسو جوړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د پکتیا ولایت د قومي مشرانو له یوه پلاوي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د پکتیا قومي پلاوي د پوهنې له سرپرست وزیر سره د پوهنې د وضعیت، د دیني مدرسو د رسمي کېدو، د زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د بیارغونې او د پوهنې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
دغه راز ياد شوي پلاوي د پوهنې سرپرست وزير ته بلنه ورکړه، چې د پوهنې د وضعيت د ارزونې په موخه دې ولايت ته سفر وکړي.
 
د پوهنې سرپرست وزیر له دې غونډې د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه چې د ښوونځیو بیارغونه، د ښوونیز نظام پیاوړتیا او په ټول هېواد کې د دیني مدرسو جوړول د دغه وزارت د پلانونو له لومړیتوبونو څخه دي، که څه هم د پوهنې وزارت رهبري ورته ژمنه ده. 
 
هغه زیاته کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د پکتیا ولایت د پوهنې ستونزو ته تر ډېره بریده پاملرنه وکړي او پر وخت یې حل کړي.


د مطلب کود: 285155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285155/په-ټول-هیواد-کې-د-ښوونځیو-رغول-تعلیمي-نظام-پیاوړي-کول-او-دیني-مدرسو-جوړول-زموږ-لومړیتوبونه-دي

آوا
  https://www.avapress.com