کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولايت کې د پوليسو له خوا د بېلابېلو جرمونو په تور ١٩ تنه نيول شوي دي

14 دلو 1402 ساعت 10:59

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې پوليسو په تېرو دوو اونيو کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹ تنه نيولي دي.


آوا - مزار شریف: د جوزجان امنیه قوماندانی د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد یونس اخندزاده وایی، پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۱۹ تنه د مختلفو جرمونو په تړاو نیولی دی. 

ده زياته کړه: د نيول شويو کسانو له ډلې څخه ١٤ تنه د نشه يي توکو د پلور او الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ملا اخندزاده وويل چې پاتې نيول شوي کسان د نامشروع اړيکو او د زنا په تور نيول شوي دي.

نومړي وويل: د پوليسو ځواکونو څه دپاسه لس تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له شبرغان ښار څخه راټول کړي او ددرملنې لپاره يې د نشه يي توکو د درملنې مرکز ته ليږلي او لس تنه نور په نشه يي توکو د روږدو کسانو له درملنې وروسته بيرته خپلو کورنيو ته ستانه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار د افغانستان یو له پخوانیو او مشهورو ښارونو څخه ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 285257

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285257/په-جوزجان-ولايت-کې-د-پوليسو-له-خوا-بېلابېلو-جرمونو-تور-١٩-تنه-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com