کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د افغانستان له خلکو سره د ۱۳،۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

14 دلو 1402 ساعت 11:56

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د جاپان حکومت د دغه پروګرام له لارې د افغانستان له خلکو سره ۱۳،۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې مرستو سره به هغو خلکو ته خوراکي او بېړنۍ تغذیه برابره شي، چې د خوړو له خوندیتوب سره مخ دي او همدارنګه به د ملګرو ملتونو بشري هوايي خدمات فعال وساتي. 

په کابل کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورمایا وویل: "د افغانانو نږدې دریمه برخه اوس مهال نه پوهیږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه راځي، او دوی سمدستي خوراکي مرستو ته اړتیا لري."

هغه زیاته کړه، جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې د جاپان له نوې مرستې سره په پام کې لري چې له نږدې ۶۳۰ زره کسانو سره مرسته وکړي او د څه باندې ۴۲ زره میندو او ماشومانو درملنه وکړي. همدارنګه د لومړنیو ښوونځیو شاوخوا ۳۶۰۰۰ زده کوونکو ته به بډایه بسکټونه ورکړل شي.

په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشر هیسو وی لی وویل، د جاپان مرستې په داسې وخت کې را منځته شوې چې په ټول هېواد کې له ډېرو کورنیو سره مرسته کوي.

هغه وویل چې د جاپان حکومت په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام یو پیاوړی او د باور وړ همکار دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د جاپان له نویو مرستو سره په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو کچه ۷۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.


د مطلب کود: 285267

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285267/جاپان-د-افغانستان-له-خلکو-سره-۱۳-۵-میلیونه-ډالرو-مرسته-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com