کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه چاودنې وغندلې

19 دلو 1402 ساعت 11:55

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پرون (چهارشنبه، دلوی ۱۸) چاودنه په کلکه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی نن پنجشنبه د دلوی په ۱۹ مه په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی، چې دغه وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پرونۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده. د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
 
په پاکستان کې دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې نن (پنجشنبه) ملي ټاکنې کېږي.
 
پرون په بلوچستان ایالت کې دوه چاودنې وشوې او یوه بله چاودنه په کراچۍ ښار کې وشوه چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
 
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ایالت کې د عامو انتخاباتو په ورځ په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. لومړۍ چاودنه د بلوچستان ایالت په «مخکې» سیمه کې د یوه خپلواک نوماند د دفتر مخې ته شوې ده. دویمه چاودنه له لومړۍ چاودنې ۱۵۰ کیلومتره لیرې د سیف الله کلا په سیمه کې شوې ده. په دغو دوو چاودنو کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي.
 
له هغه وروسته رسنیو خبر ورکړ، چې د کراچۍ ښار په "ګلشن اقبال" سیمه کې یوه بله چاودنه شوې، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
 
دا دریمه چاودنه ده چې په پاکستان کې په څه کم دولس ساعتونو کې او له انتخاباتو یوه ورځ مخکې کیږي.
 
داعش ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.


د مطلب کود: 285524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285524/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-وزارت-پاکستان-دغه-چاودنې-وغندلې

آوا
  https://www.avapress.com