کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او پانګونې خونه:

له پاکستان سره به د سوداګریزو موټرو د چلوونکو ستونزې هوارې شي

20 دلو 1402 ساعت 12:48

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو له پاکستان سره د سوداګریزو موټرو د چلوونکو د ستونزو د هواري لپاره د هڅو اعلان وکړ او ویې ویل، چې د پاکستان او افغانستان خونه په ګډه په دې اړه پر یوه پلان کار کوي.


آوا - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره هیئت غړي خانجان الکوزي د پنجشنبې په ورځ (د دلوی ۱۹مه) د آوا خبریال ته وویل چې د پاک افغان اتاق په یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې له ویزې پرته د سوداګریزو موټرو د چلوونکو ستونزې او پاسپورټ حل شي.
 
هغه زیاته کړه: "د افغان سوداګریزو موټرو چلوونکو ته د ویزې د ستونزې د حل لپاره، ګډې خونې وړاندیز کړی چې پاکستان ته د ننوتلو لپاره ځانګړي سند صادر کړي."
 
الکوزي څرګنده کړه چې د دې سند په صادرولو سره تر زرو ډېر افغان موټر چلوونکي کولای شي پرته له کومې ننګونې پاکستان ته سفر وکړي.
 
الکوزي دا هم وويل، چې د دې سند د صادرولو په بدل کې به له موټر چلوونکو څخه ډېرې کمې پيسې اخيستل کېږي.
 
د الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ د دې کار موخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ اسانتیا ده، چې په دې وروستیو کې د موټر چلوونکو د ویزو د ستونزو له امله له ننګونو سره مخ شوه.
 
له بلې خوا د موټر چلوونکو او بار وړونکو اتحادیه له پاکستان څخه د دې ستونزې د دایمي حل غوښتنه کوي.
 
د موټر چلوونکو او بار وړونکو اتحادیې مشر خان اغا ګلزاد د آوا خبریال ته وویل چې اسلامي امارت باید د دوی ننګونې په جدي توګه حل کړي.
 
په همدې حال کې د پاکستان له خوا د بار وړونکو موټرو له چلوونکو څخه د ویزو او پاسپورټونو غوښتنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا لامل شوې ده.
 
څه موده وړاندې هم اسلامي امارت په ورته کړنو سره د پاکستانيو بار وړونکو موټرو مخه ونيوله او له امله يې نږدې دوه اونۍ د دواړو هېوادونو پولې تړلې وې، چې د دواړو غاړو سوداګرو ته يې ستر مالي زيانونه واړول.
 
يو تن سوداګر اختر محمد احمدي د آوا خبريال ته وويل چې دواړو غاړو ته په سلګونو موټر درول شوي او بارونه چې زياتره يې ميوې دي، خرابې شوې دي.
 
که څه هم دا ستونزه په اساسي توګه نه ده حل شوې، خو موټر چلوونکو ته په موقت ډول اجازه ورکړل شوې چې له پولې تېر شي.
 
باید وویل شي، چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او پاکستان د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره تر ټولو نږدې لار ده.


د مطلب کود: 285564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285564/له-پاکستان-سره-د-سوداګریزو-موټرو-چلوونکو-ستونزې-هوارې-شي

آوا
  https://www.avapress.com