کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د ډزو له امله ټپي شوی دی

21 دلو 1402 ساعت 14:27

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي شورا پخوانی استازی محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې په ډزو ټپي شوی دی.


آوا: د پاکستان پولیسو رسنیو ته د محسن داوړ ټپي کیدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې د محسن داوړ پلویانو د میرانشاه د امنیه قوماندانۍ د دروازې مخې ته مظاهره کړې وه او د پولیسو ځواکونه یې په زوره کار اخیست.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ او په عین وخت کې چې په پاکستان کې انتخابات ترسره شول، ښاغلي داوړ د پاکستاني طالبانو له خوا په خیبر پښتونخوا کې د رای ورکولو د څو مرکزونو د نیولو اعلان وکړ.


د مطلب کود: 285607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285607/محسن-داوړ-په-شمالي-وزیرستان-کې-د-ډزو-له-امله-ټپي-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com