کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې:

په نړۍ کې ځینې سازمانونه د داعش لپاره کمپاین کوي

24 دلو 1402 ساعت 16:51

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخیدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه مات شوی او د سرتیرو د استخدام توان نه لري. هغه همدا راز زیاته کړه چې ځینې نړیوال بنسټونه د داعش په پلوي او د دغې پدیدې په پراخولو کې بوخت دي.


آوا - کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د «داعش» د پراخ حضور په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې او د دې ډلې د عسکرو د ګمارلو هوډ یې د دغه سازمان مبالغه بللې ده. 

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی او د استخدام توان نه لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان ولایت څانګې په افغانستان کې د سرتېرو د ګمارلو لپاره پراخه تګلاره غوره کړې او د دغې ډلې په لیکو کې د افغانانو ګمارل د پام وړ دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د غړو د جذبولو توان لري او د دې ترڅنګ د انصارالله او جماعت الاحرار څو قومندانان هم د داعش له لیکو سره یوځای شوي دي. 

په دغه راپور کې دا هم لیکل شوي چې داعش ډلې په خپلو عملیاتو کې په دې ډله کې ګمارل شوي افغانان کارولي دي.


د مطلب کود: 285811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285811/په-نړۍ-کې-ځینې-سازمانونه-د-داعش-لپاره-کمپاین-کوي

آوا
  https://www.avapress.com