کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې د اسراییلو رژیم ته د جاسوسۍ په تور ۷ تنه نیولي دي

16 حوت 1402 ساعت 10:59

د اناتولی خبري آژانس د ترکیې د استخباراتو د چارواکو په حواله ویلي دي چې دغه هیواد ۷ تنه د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي دي.


آوا: د ترکیې اناتولی خبري آژانس د دغه هیواد د چارواکو له قوله ویلي، دغه شکمن کسان په ترکیه کې د فعالو اشخاصو او شرکتونو په اړه د معلوماتو په راټولولو او همدارنګه په ترکیه کې د تعقیبي وسایلو په نصبولو تورن شوي دي. 

ویل کیږي چې په نیول شوو کې یو د ترکیې خصوصي جاسوس او یو پخوانی دولتي چارواکی دی. دا سړی د بلګراد، سربیا کې د موساد لخوا روزل شوی و.

په روان کال کې ترکیه په خپله خاوره کې د موساد د فعالیتونو پر ضد د ترکیې دریم لوی عملیات دي. د جنورۍ په میاشت کې ترکي چارواکو ۱۵ کسان ونیول او یوې محکمې اته تنه نور له دندو ګوښه کړل چې په هیواد کې یې د فلسطینیانو په نښه کولو لپاره له موساد سره په همکارۍ تورن کړل.

همداشان د فبرورۍ په میاشت کې ترکیې اوه تنه د پیسو په خاطر موساد ته د معلوماتو د ورکولو په تور ونیول.


د مطلب کود: 286983

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286983/ترکیې-د-اسراییلو-رژیم-ته-جاسوسۍ-په-تور-۷-تنه-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com