کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د شمالي ولایتونو سیمه ییز چارواکي:

په بلخ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د وروستۍ یخنۍ له امله نږدې ۵۰ زره څاروي لمنځه تللي دي

18 حوت 1402 ساعت 10:51

د بلخ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په یوه ګډه خبري ناسته کې د هېواد په شمال کې د وروستۍ یخنۍ له امله د څه باندې ۲۰ کسانو وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل چې شاوخوا ۴۹۹۰۰ وزې، پسونه او غواګانې هم له منځه تللي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو یو شمېر سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (حوت ۱۷) په مزارشریف ښار کې په یوه ګډه خبری ناسته کې وویل، چې د وروستیو واورو له اورښت وروسته، د اسلامي امارت د رهبري هیئت له حکم سره سم په شمالي ولایتونو کې بیړنۍ کمیټې جوړې شوې او د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې یې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او د څارويو واښه په اړو او بزګرانو ویشلي دي.
 
دوی څرګنده کړه چې په بلخ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې څه باندې ۴۹ زره او ۹۰۰ وزې، پسونه او غواګانې له منځه تللي او زیاته یې کړه: د ترلاسه شویو شمېرو له مخې د سختې یخنۍ له امله څه باندې ۲۰ کسان مړه شوي چې ښځې، ماشومان او نارینه پکي شامل دی او ۷۸ کورونه ویجاړ شوي دي.
 
چارواکو ویلي چې د تلفاتو او لګښتونو اعلان شوې احصایې وروستۍ نه دي او ښايي په راتلونکو ورځو کې دغه ارقام بدل شي.
 
په همدې حال کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني وويل: له دغې غونډې څخه يې موخه په بلخ، سمنګان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د واورې له اورښت وروسته د بېړنيو حالاتو د کمېټې د فعاليتونو او د دغو کمېټو د فعاليتونو شريکول دي. په دې ولايتونو کې مختلف دولتي ارګانونه شتون لري.
 
هغه زياته کړه، چې په يادو ولايتونو کې د بېړنيو حالاتو د کمېټې د فعاليتونو پايله د انساني او حيواني بحرانونو د مخنيوي او هم اړو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې د سوداګرو ونډه د ستاينې وړ ده.
 
هغه زیاته کړه، موږ له ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتنه کوو چې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د بلخ ولايت وياند عطاءالله زيد، د فارياب د والي وياند عصمت الله مرادي، د سمنګان د والي وياند عبدالله هوتک او د سرپل د والي وياند مولوي حبيب الله مسرور هم حضور درلود.


د مطلب کود: 287088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287088/په-بلخ-سمنګان-سرپل-او-فاریاب-ولایتونو-کې-د-وروستۍ-یخنۍ-له-امله-نږدې-۵۰-زره-څاروي-لمنځه-تللي-دي

آوا
  https://www.avapress.com