کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روژې په مبارکه میاشت کې د دولتي ادارو کاري ساعتونه وټاکل شو

20 حوت 1402 ساعت 16:14

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د دولتي دفترونو د پیل وخت د سهار ۹ بجې او پای د ماسپښین ۲ بجې وټاکل.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د حوت ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې د روژې په مبارکه میاشت کې په دولتي ادارو کې د کار پیل او پای مشخص کړی دی.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دولتي ادارو کاري ساعتونه د پنجشنبې په شمول له وقفې پرته د سهار په ٩ بجو پيل او د ماسپښين په دوو بجو پاى ته رسيږي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې تولیدي، خدماتي، تل فعاله سکتورونه، خپرونکئ، روغتیا، پوهنې او د لوړو زده کړو مؤسسې کولی شي د خپلو کارکوونکو د کار پیل او پای د کاري ځانګړتیاوو او اقلیمي شرایطو او اړوند مقرراتو په پام کې نیولو سره تنظیم کړي.


د مطلب کود: 287194

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287194/د-روژې-په-مبارکه-میاشت-کې-دولتي-ادارو-کاري-ساعتونه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com