د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کابل په پغمان، خاک جبار او سروبي ولسوالیو کې د ۴۱۶ پرمختیايي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ.
په کابل ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي مرسته د ۴۱۶ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوې
22 حوت 1402 ساعت 14:09
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کابل په پغمان، خاک جبار او سروبي ولسوالیو کې د ۴۱۶ پرمختیايي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ.
آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې په ټولو برخو کې د بنسټیزو کارونو د بشپړیدو په حال کې دي.
د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن حلیم وویل: اسلامی امارت په هر سکتور کې له خلکو سره دی او له هر چا سره به خپلې ژمنې عملي کوي.
د مطلب کود: 287290