کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایرلنډ د ۲۰ اورونو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه

26 حوت 1402 ساعت 12:16

د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په شارجه کې د ۲۰ اورونو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.


آوا: افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. ایرلینډ لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۰ منډې هدف وټاکه. هري ټیکټر ۵۶ منډې او د لوبډلې کپتان ۲۵ منډې وکړې.

راشد خان چې د ټپ له امله له څو میاشتو راهیسې د کرکټ له سیالیو څخه غیر حاضر و، په څلورو اورونو کې یې درې ویکټې واخیستې او ۱۹ منډې یې ورکړې. ننګیال خروټي دوه ویکټې واخیستې او ۱۶ منډې یې ورکړې.

د ۱۵۰ منډو هدف افغانستان په لومړي توپ کې رحمان الله ګربز له لاسه ورکړ. صدیق الله عاطل او عظمت الله عمرزی په دویم پړاو کې له منځه ولاړل.

افغان لوبډله په ۱۸.۴ اورونو کې د ۱۱۱ منډو په جوړولو اوټ شوه. تر ټولو زیاتې منډې محمد اسحاق (۳۲) وکړې. محمد نبي ۲۵ منډې وکړې.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره کېږي.


د مطلب کود: 287439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287439/ایرلنډ-د-۲۰-اورونو-په-لومړۍ-لوبه-کې-افغانستان-ته-۳۸-منډو-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com