د بدخشان ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په وخنده کلي کې د سرو زرو د کان د نړېدو له امله دوه تنه کارګر وژل شوي دي.
په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله دوه تنه کارګران مړه شوي دي
27 حوت 1402 ساعت 13:30
د بدخشان ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په وخنده کلي کې د سرو زرو د کان د نړېدو له امله دوه تنه کارګر وژل شوي دي.
آوا - مزار شریف: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمت الله محمدی په دغه ولایت کې د سرو زرو د کان د نړیدو خبر ورکړ او ویې ویل: د شنبې په ورځ (حوت ۲۶) کې د وخنده ولسوالۍ د سرو زرو په کان دوه تنه مزدوران ووژل شول.
ده زياته کړه: دغه کارګر د سرو زرو په موندلو او د شګو په مينځلو بوخت وو چې دغه پيښه رامنځته شوه.
محمدي وويل، چې په دې ولسوالۍ کې هم د ځمکې ښويېدنې پېښه شوې، چې له امله يې کوم ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت په ولسواليو کې د سرو زرو د کانونو د نړېدو او د سرو زرو د موندلو په هڅه کې د کارګرانو وژل کومه نوې خبره نه ده او وخت په وخت ورته ترخې پېښې رامنځته کېږي.
د مطلب کود: 287513