د هند په ګجرات پوهنتون کې د نامعلومو کسانو یوې ډلې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو محصلین په چاقو او ډبرو وویشتلي.
په هند کې د لمانځه پر مهال پر افغان محصلینو برید
27 حوت 1402 ساعت 13:37
د هند په ګجرات پوهنتون کې د نامعلومو کسانو یوې ډلې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو محصلین په چاقو او ډبرو وویشتلي.
آوا: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نامعلومو کسانو د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو پر محصلینو د چاقو او ډبرو په ګوزارونو بریدونه کړي دي.
د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، دا برید د شنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه د ګجرات پوهنتون د دارالامان په سیمه کې پر هغو بهرنیو محصلینو شوی چې د تراویح لمونځ یې ادا کاوه.
د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د افغان محصلینو په وینا برید کوونکو شعارونه ورکول چې دوی ته چا په لیلیه کې د لمانځه اجازه ورکړې.
برید کوونکو د محصلینو پر خونو هم برید وکړ او د هغوی «لیپ ټاپ، تلیفونونه او موټرسایکلونه» یې ویجاړ کړل.
د مطلب کود: 287514