په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت فرهنګي سلاکار د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالیې او اداري معین سره په کتنه کې د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د افغانستان ترمنځ د سیاحت او کلتوري تجربو د شریکولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د سکالرشیپونو او سیاحتي تجربو په برابرولو کې له افغانستان سره د ایران همکاري
28 حوت 1402 ساعت 10:36
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت فرهنګي سلاکار د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالیې او اداري معین سره په کتنه کې د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د افغانستان ترمنځ د سیاحت او کلتوري تجربو د شریکولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
آوا - کابل: په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو لکه د بېلابېلو نندارتونونو د جوړېدو، د ساینس او ټکنالوژۍ پارکونو، لاسي صنایعو، د ګرځندوی د شهرت او داسې نورو په اړه هم خبرې او بحثونه وشول.
د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری چارو سلاکار سید روح الله حسینی هم په پورتنیو برخو کښې د ملګرتیا لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
له دې مخکې په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت کلتوری سلاکار د پروان پوهنتون د فارسی ژبې او ادبیاتو د پوهنځي له مشر سره په کتنه کښې وویل، ایران او افغانستان ډېر کلتوری او ژبنی مشترکات لری او د تاریخ او د دواړو هېوادونو کلتور په هېڅ صورت له یو بل څخه نه شي بېلېدای.
د مطلب کود: 287534