د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال تر یو نیم میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
سږ کال تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
28 حوت 1402 ساعت 10:39
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال تر یو نیم میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
آوا - کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی وایی، سږ کال له یو نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوی دی.
نوموړي د افغانستان له "ملي ټلویزیون" سره په خبرو کې اعلان وکړ چې دغه کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تېر حکومت له يو ميليون زياتو افغان کډوالو په زوره د شړلو لړۍ پيل کړې وه.
د مطلب کود: 287535