کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي پای ته ورسېده

3 حمل 1403 ساعت 12:03

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او ۲۰۲۷ اسیايي هېوادونو جام سیالیو ته د غوراوي پړاو د دویم پړاو په درېیمه لوبه کې د هند له ملي لوبډلې سره لوبه وکړه چې لوبه مساوي شول.


آوا: د اسیا د فوټبال د ملتونو جام د غوراوي سیالیو د دوهم پړاو دریمه لوبه تېره شپه د افغانستان او هندوستان د ملي لوبډلو ترمنځ د سعودي عربستان په دیمک لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو مساوي کړه.
 
دویمه لوبه به د مارچ په ۲۶ د هند په اندراګاندي لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۶ بجې ترسره شي.
 
په دې مساوي سره افغانستان وکولای شول چې له دې لوبې څخه یو نمره ترلاسه کړي، خو لا هم د جدول په څلورم ځای کې دی.
 
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په تېرو دوو سیالیو کې له قطر څخه ۸-۱ او له کویټ څخه ۴-۰ ماتې خوړلې وه او هند هم کویټ ته ۱-۰ ماتې ورکړې وه، خو له قطر څخه ۳-۰ ماته شوې وه.


د مطلب کود: 287700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287700/د-افغانستان-او-هند-ترمنځ-فوټبال-لوبه-مساوي-پای-ته-ورسېده

آوا
  https://www.avapress.com