کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوولس واړه بندونه جوړیږي

4 حمل 1403 ساعت 13:27

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وايي، د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت به د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې د اوبو ۱۱ واړه بندونه جوړ شي.


آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په حضور کې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شو.
 
ملا منصور د دې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل، چې د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې به د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۱۱ واړه بندونه جوړ شي.
 
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو پروژو د تطبیق هدف د اوبو مدیریت، د کرنیزو اوبو رسولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په نوم یاد کړل.
 
په همدې حال کې د پلازمېنې ښاریان په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي له دوو کلونو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.
 
د یوې سترې پروژې په ترڅ کې ټاکل شوې چې د پنجشیر د سمندر اوبه د څښاک د اوبو د برابرولو لپاره کابل ته انتقال شي.
 
په ورته وخت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو د عملي کېدو او بشپړېدو خبر ورکوي.


د مطلب کود: 287727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287727/په-کابل-کې-د-څه-باندې-۳۰-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-یوولس-واړه-بندونه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com