کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۴۰۲ کال کې د کډوالو چارو وزارت له خوا له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو بې ځایه شویو کورنیو سره مرستي شوي دي

5 حمل 1403 ساعت 10:05

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې یې په هېواد کې له ۲۰۰ زرو څخه په زوره راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون شنبه (حوت ۴مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې له ۲۰۰ زرو څخه زیات جبري راستانه شوي په ۳۰ ولایتونو کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې ده.
 
د کډوالو چارو وزارت وايي، په وېشل شویو مرستو کې خوراکي توکي، روغتیايي، ژمني جامې، نغدې پیسې، د پخلنځي لوښي، د کار وسایل، د ګنډلو وسایل، سولر، د سونګ توکي، د وړیو د غوړولو ماشین، غوښې، خیمې او داسی نور توکې شامل دي. 
 
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو په بندېدو او د ظالمانه بنديزونو له لګولو او له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو په اجباري اخراج سره، په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر د تېرو څو کلونو په پرتله زيات شوى دى.


د مطلب کود: 287747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287747/په-۱۴۰۲-کال-کې-د-کډوالو-چارو-وزارت-له-خوا-۲۰۰-زرو-څخه-زیاتو-بې-ځایه-شویو-کورنیو-سره-مرستي-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com