د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پکتیکا ولایت کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
په پکتیکا ولایت کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو کار پیل شو
6 حمل 1403 ساعت 10:33
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پکتیکا ولایت کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د پکتیکا ولایت په ځینو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به څه باندې ۴۲ زره متر مکعب اوبه خوندي شي چې په دغو ولسوالیو کې به د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د انرژۍ او اوبو وزارت په ټول هېواد کې د اوبو د وړو بندونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
د مطلب کود: 287803