کابل ښاروالۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو د پروژې د دفتر په همکارۍ د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو پرمختیايي پروژو د بشپړېدو او عملي کېدو اعلان وکړ.
په کابل کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو کار پیل شو
6 حمل 1403 ساعت 11:06
کابل ښاروالۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو د پروژې د دفتر په همکارۍ د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو پرمختیايي پروژو د بشپړېدو او عملي کېدو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بنسټ له خوا د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت او د ملګرو ملتونو په همکارۍ د سړکونو او پلچکونو د جوړولو په ګډون د څلورو پروژو کار پیل شو.
باید وویل شي، چې کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۲ کال کې له خپلې داخلي بودیجې څخه د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې کړي دي.
د مطلب کود: 287815