کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تر دې دمه شاوخوا ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي

7 حمل 1403 ساعت 10:12

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، په ۱۴۰۲ کال کې یې د هېواد ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره اتباعو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي. دغه رياست همدا راز زياته کړه، چې تر اوسه د هېواد شاوخوا ١٢ ميليونه او نهه سوه زره اتباعو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان کړی چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د هېواد ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره اتباعو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دې شمېر کې د نارينه وو لپاره ٢،٦٨ زره او د ښځو لپاره ١،٥٦ زره تذکرې شاملې دي.

د احصایې وزارت د اعلان له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر برېښنايي پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې وې، چې شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته وېشل شوې وې. له کابل وروسته په هرات ولایت کې څه باندې ۲۸۰ زره، په بلخ کې له ۱۸۸ زره او په ننګرهار کې څه باندې ۱۶۲ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

همدارنګه کندهار ولایت د هغو ولایتونو په ډله کې دی چې له کابل، هرات، بلخ او ننګرهار وروسته یې تر ۱۵۵ زره زیات برېښنايي تذکرې وېشلي دي.

د احصایې ریاست همداراز زیاته کړه، چې په هېواد کې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۲۹۰۰ زره هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي، چې ۷۵۰۰زره یې نارینه او ۵۴۰۰زره یې ښځې دي.


د مطلب کود: 287860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287860/تر-دې-دمه-شاوخوا-۱۲-میلیونه-او-۹۰۰-زره-هېوادوالو-ته-برېښنايي-تذکرې-وېشل-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com